کورپاڼه / بېلا بېل / لیونل ميسي پي اس جي ته ولاړ

لیونل ميسي پي اس جي ته ولاړ

څلور دېرش کلن ارجنټايني لوبغاړي لیونل ميسي له بارسلونا لاره بېله کړه او پاريس سينټ جرمن سره يې د دوه کلنو لپاره قرارداد لاسليک کړ.

د ارجنټاين ياد لوبغاړي د پاريس سينټ جرمن کلب سره دغه دوه کلن قرارداد د پنځويشت ميليونه يورو په بدل کې کړی دی، چې له ماليې پرته دغه پيسې ترلاسه کوي.

نوموړي ته دا اختيار هم ورکړل شوی دی، که چېرې وغواړي دغه قرارداد د پنځويشت ميليونه يورو په بدل کې يو کال نور هم تمديد (غځولای) سي.

ټاکل شوې وه چې لیونل میسي په بارسلونا کې  پنځه کلن نوی تړون لاسلیک کړي، مګر دغه کلب ونه توانېد چې تړون ورسره وغځوي.

ميسي تیره اونۍ د بارسلونا پریښودو وروسته دوه نور اختیارونه هم درلودل، مګر د مالیې، او بونس وروسته په کال کې د 25 ملیون ډالرو په ارزښت تړون کې فرانسوي کلب پاريس سينټ جرمن ته تلل غوره کړه.

ياد لوبغاړي غوښتل چې د نوي پنځه کلن تړون په لاسلیک کولو سره په بارسلونا کې د يوويشت  کلنو لوبو سفر وکړي، خو د بارسلونا کلب د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مالي خنډونو له امله تړون کولو ته نه دي چمتو.

دا هم ولولئ

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د قیس احمد لوبډلې بریا ترلاسه کړه

د انګلستان هېواد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه کرکټ سياليو په دویمه نیمه پایلوبه کې …