کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ هغه اداکاران چې بندیان شوي دي

د بالیووډ هغه اداکاران چې بندیان شوي دي

د هندي سینما یا بالیووډ فلمي صنعت ځینې اداکاران داسې هم دي، چې هغوی پخپل حقیقي ژوند کې له ستونزو سره مخ شوي او تر زندان پورې رسېدلي، چې په دې فلمي ستورو کې شاهرو خان هم ځای لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې شاهرو خان یو له هغه نومونو څخه دی چې تر زندان پورې رسېدلی او لامل یې دا و چې د خپل کیریر په پیل کې یو ژورنالیست ته د یوې مقالې په لیکلو ګواښ کړی و.

د بالیووډ بل فلمي ستوری جون ابراهام دی، هغه په  ۲۰۰۶ کال د پنځلس ورځو لپاره زندان ته تللی او لامل یې دا و چې هغه پخپل موټر سایکل دوه کسان وهلي او سخت زخمي کړي ول.

دغه راز سنجي دت هم شپږ کاله د بند سزا لېدلې، نوموړی په دې جرم بندي شوی و، چې په غیر قانوني ډول یې وسلې ساتلې او په ۲۰۰۶ کال له هغه ترهګرو اخیستې وې چې په ممبۍ کې یې چاودنې کولې.

د بالیووډ خان سیف علي خان پر یوه شخص د حملې په کولو او د پوزې په ماتولو بندي شوی و، خو په هماغه ورځ یې بېرته ضمانت وشو او خوشي کړل شو.

بل لوري ته دبنګ خان، چې له باغي طبیعت څخه یې موږ ټول خبر یو، نوموړی په ۱۹۹۸ کال د دوو تورو هوسیو د ښکار کولو په جرم بندي شوی و، چې پنځه کاله سزا یې ولېدله.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …