خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو نامتو ستورى اميتاب بچن په خپلو تازه څرګندونو کې وايي، چې په اوس وخت کې يوازې سينما راپاتې ده، چې ټول خلک يې سره په خپل منځ کې تړلي دي.
هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې د دې لامل دا دى چې سينما له ژبې، قوم، مذهب او توکمپالنې پورته ده. هغه دا خبرې په داسې مهال وکړې، چې د دادا صاحب پالکى جايزې لپاره د هغه ځينې فلمونه بيا نندارې ته وړاندې کېږي.
د دادا صاحب پالکى جايزو پروګرام په هند کې ترسره کېږي، چې پکې به د اميتاب بچن ٦ پخواني فلمونه نندارې ته وړاندې يا وښودل شي.
په دغه پروګرام کې به لومړى د هغه فلم (پا) نندارې ته وړاندې شي. نوموړي د هغه د فلمونو په دغه پروګرام کې په نندارې ته وړاندې کېدو خوشحالي ښکاره کړې ده او ويلي يې دي، دا زما لپاره يو اعزاز دى او زه په دې ډېر خوشحاله يم.
هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې په اصل کې د دغه اعزاز حقدار زه نه يم، خو دا د خلکو مينه ده او د خلکو مينه هغه هر وخت په ځان مني.
اميتاب بچن د سينما د ارزښت په اړه په خپلو خبرو کې وويل: ((کله چې موږ د سينما په تالار کې په تورتم کې ناست يو او فلم ګورو، نو موږ دا نه ګورو چې زموږ تر څنګ ناست کس د کومې ژبې، کوم مذهب او کوم توکم څخه دى. سينما له هر څه اخوا ده.))
هغه په خپلو خبرو کې وايي، چې سينما هغه لاره ده، چې په چټکۍ سره دا ماتېدونکې نړۍ راغونډوي او خلک سره يو ځاى کوي. موږ د يوې سوله ييزې نړۍ لپاره بايد د يو بل لاسونه کلک ونيسو.
اميتاب بچن همدا راز وايي، چې زه به داسې فلمونه جوړوم چې هغه د خلکو ترمنځ اړيکې لا پسې ښې کړي. هغه همدا راز د دادا صاحب پالکى جايزې ستاينه هم وکړه او وې ويل چې پنځوسم فيسټوال دى، چې هر کال پکې تر نورو کلونو مېلمانه زياتېږي.
هغه همدا راز حکومت ته د دغه ستر پروګرام په جوړولو هم مبارکي ورکړه. په دغه فيسټيوال کې به د اميتاب بچن ديوار، شغلې، پيکو، بدله، بلېک او پا فلمونه نندارې ته وړاندې شي.