کورپاڼه / بېلا بېل / که چېرته د سفر پرمهال پیلوټ وېده شي، نو څه به کوو؟

که چېرته د سفر پرمهال پیلوټ وېده شي، نو څه به کوو؟

د یوې الوتکې د الوتنې لپاره اړینه ده، چې ماشین او نور تخنیکي چارې یې سمې وي، خو آیا همدومره بسنه کوي؟ نه، ځکه د یو الوتکې لپاره لږ تر لږه یو تجربه کار او د پوه پیلوټ ترڅنګ نور ځیرک کارمندان لرل هم ډېر اړین وي.

موږ نن په دې اړه خبرې لرو، که چېرته په الوتکه کې سفر لرو او پیلوټ خوب یوسي، نو څه به کوو؟ په الوتکو کې په اوسط ډول کله تر څلرویشت او کله هم له ډېر اوږد سفر کېږي، چې د الوتکې کارمندان او پیلوټان هم خوب ته اړتیا لري.

نو که چېرته هغوی په تېروتنې سره وېده شي نو تاسې به څه فکر کوئ، چې الوتکه به ولوېږي او ټول مسافر به ومري؟ خو تاسې باید پوه شئ چې داسې به هیڅکله ونه شي، ځکه چې الوتکه دداسې سیستم لرونکې لري، که چېرته تر لږ وخته پورې پیلوټ حرکت ونه کړي یا کومه بټن ونه وهي، نو هلته یو تېز زنګ لګېدلی وي، چې بیا هغه وهل کېږي.

ددې سربېره په الوتکه کې هر وخت دوه پیلوټان وي، که چېرته یو وېده شي، نو بل الوتکې ته حرکت ور کوي او که دواړه وېده شول، نو بیا دې تېز غږي زنګ ته هم تیار اوسي.

د الوتکې سیستم دومره نوی او عصري دي، که چېرته پیلوټ تر پنځه دقیقو حرکت ونه کړي، پر ځمکه د کنترول ادارې ته خبر ورځي او بېړنی حالت رامنځته کېږي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …