کورپاڼه / بېلا بېل / جاپانیان له ګرمۍ څخه د ژغورنې لپاره څه کوي؟

جاپانیان له ګرمۍ څخه د ژغورنې لپاره څه کوي؟

که د ګرمۍ شدت وي یا د سړو، برداشت کول یې تر ډېره ستونزمن وي. د اوړي په موسم کې هر څوک د ګرمۍ له شدت څخه د ژغورنې لپاره له خپلې طریقې څخه کار اخلي او خپل بدن سوړ ساتي.

اوسني وخت او ټیکنالوژۍ هم تر ډېره له ګرمۍ څخه د ژغورنې حللارې رامنځته کړي، د بېلګې په توګه پکی، ایرګنډیشنر او نرۍ چې په مرسته یې د ګرمۍ شدت کمېدلی شي.

خو آیا پوهېدئ چې د جاپان اوسېدونکې په داسې حالاتو کې په کوم ډول اقداماتو لاس پورې کوي. د جاپان ځینې سیمې د ګرمۍ، تودوخې او نمۍ په سبب سبب ریکارډ لري، چې په هوا کې د نمۍ کچه ۵۹ سلنه او د تودوخې درجه یې له ۴۰ اوړي.

د جاپان اوسیدونکې د بدن او دماغو د سوړ ساتلو لپاره د هوا د څپو په مرسته، د میده شوي یخ یا واورې په مرسته چې په بام یې ږدي، د بدن تودوخه کموي.

په جاپان کې د اوړي په موسم کې فیسټول په لاره اچول کېږي، په دې فیسټول کې ټول مینوال یوه لنده او ښکلې ټوټه یا دسمال له تندي تاووي ترڅو د ګرمۍ په سبب یې خوله په سترګو کې ونه بهېږي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …