کورپاڼه / جالب / هغه عاشق، چې څېره یې بدله او د معشوقې پرځای یې ازموینه ورکوله، ونېول شو

هغه عاشق، چې څېره یې بدله او د معشوقې پرځای یې ازموینه ورکوله، ونېول شو

د افریقا د سینیګال هیواد په دیوربیل سیمه کې هغه عاشق ځوان، چې خپلې څېرې ته یې بدلون ور کړی و او د معشوقې پرځای یې ازموینه ور کوله، ونېول شو.

راپورونه وایي چې دغه شخص خادم امبوپ نومېږي، دوه ویشت کاله عمر لري او د سینټ لویي په نوم د پوهنتون زده کړیال دی. هغه د خپلې معشوقې ګانګویی دیوم، چې نولس کاله عمر لري، په څېر ځان حوړ کړی و او ازموینه یې ورکوله.

هغه اوږده ویښته اچولي ول او ترڅنګ یې د ښځو جامو هم اغوستې وې او حجاب یې هم اچولی و، ترڅو څوک یې ونه پېژني. که څه هم هغه په دوه ازموینو کې استادانو ته دوکه ورکړه خو په دریمه ازموینه کې ونېول شو.

امبوپ پولیس ته منلې چې د خپل معشوقې پرځای یې، چې په نږدې ریستورانت کې ورته په تمه ده، ازموینه ورکوله، چې بیا پولیسو هغه هم ونېوله او په دواړو په ازموینه کې د دوکې ورکولو قضیه ثبت شوه.

امبوپ پولیسو ته ویلي چې معشوقه یې په انګلیسي نه پوهېږي، ځکه خو یې پرځای ازموینه ور کوله، خو هغوی ورته پاملرنه ونه کړه او ډېر امکان شته چې په دواړو پنځه کاله بند او په جریمې سره محکوم شي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …