کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ، چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو له دغه ناورین څخه ووځو
راشد خان

راشد خان د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ، چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو له دغه ناورین څخه ووځو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر او مخکښ ورو توپ اچونکې، راشد خان راشد خان د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ، چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو له دغه ناورین څخه ووځو.

راشد خان پخپله فیسبوک د هیواد روان وضیعت ژړلی او لیکلي یې دي چې:((زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي.))

هغه د هیوادوالو د در په درۍ په اړه لیکلي دي چې((کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي.))

دغه راز نوموړي په نړیوالو د مرستې غږ کړی او ویلي یې دي:((لطفاً! له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ.))

راشد خان هیله څرګنده کړې چې نور دې د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول بند کړئ او ترڅنګ زیاته کړې چې موږ سوله غواړو او د جګړې د بندولو غوښتنه یې کړه.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدی

شاهد اپریدی د خېریه کارونو لپاره افغانستان ته راځي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او مخکښ لوبغاړی شاهد خان اپریدی وايي، چې …