کورپاڼه / جالب / په سعودي عربستان کې ترټولو لوړ بیه باز وپلورل شو؛ قیمت به مو حیران کړي

په سعودي عربستان کې ترټولو لوړ بیه باز وپلورل شو؛ قیمت به مو حیران کړي

په سعودي عربستان کې د بازانو د یوې لیلامۍ پرمهال د یو نایابه نسل باز په دوه سوه، اویا زره ریاله لیلام شو.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په سعودي عربستان کې د بازانو د یوې نړیوالې لیلامۍ پرمهال یو شخص په دوه سوه، اویا زره ریاله د یوه نایابه نسل باز واخیست.

راپور زیاتوي چې د بازانو د لیلامۍ دغه مراسم د شمالي ریاض په ملهم کې ترسره شول، چې په دې لیلامۍ ډېر نایابه بازان خرڅلاو ته وړاندې شوي ول. خو دغه باز چې په ترټولو لوړه بیه لیلام شو، د منځني ختیځ ترټولو لوړ بیه باز دی.

ددغه ۱۷-۱۷ اینچه اوږدوالی او پراخوالی لري او وزن یې یوولس سوه، پنځه ګرامه دی. د لیلامۍ پرمهال ځایي اوسیدونکی او سوداګر متعب منیر العیافي ددې باز لوړ قیمت ووایه او د باز څشتن وګڼل شو.

متعب منیر العیافي وایي چې د باز ساتلو شوق ورته له نېکونه پاتې او په مرسته یې ښکار کوي. هغه زیاتوي چې له باز پرته د قیمت بیه آسونو ساتلو شوق هم لري.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …