کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / افسر ځاځی ۲۸ کلن شو، د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

افسر ځاځی ۲۸ کلن شو، د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

افسر ځاځی، چې بشپړ نوم یې افسر خان ځاځی دی، په ۱۹۹۳ کال د اګست په ۱۰مه نیټه په کابل کې زېږېدلی دی. هغه ښي لاسی ویکټ ساتونکی توپ وهونکی لوبغاړی دی او په یوه ورځنیو لوبو کې یې د شرټس نمبر ۷۸ دی.

افسر ځاځي په ۲۰۱۲ کال نړیوال کرکټ پیل کړ، نوموړي یواځینۍ یوه شل اوریزه لوبه، په ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د کینیا پر وړاندې ترسره کړې، چې ۹ منډې یې پکې ترسره کړې او له هغې وروسته یې بیا کومه شل اوریزه لوبه نه ده کړې.

دغه راز نوموړي لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۴ کال د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړه او وروستۍ یې د ۲۰۱۷ کال په جون کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړه. هغه ټولې ۱۷ یوه ورځنۍ لوبې کړي او په دې لوبو کې ۲۶۴ منډې وکړې، چې دوه نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره توپ وهنه یې په یوه لوبه کې د ۶۰ منډو ترسره کول دي.

هغه د افغانستان لپاره لومړنۍ ټیسټ لوبه کې، چې د ۲۰۱۸ کال په جون کې له هند سره وشوه، هم لوبېدلی او وروستۍ یې د روان کال په مارچ کې د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه. نوموړي ټولې ۴ ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې په دې لوبو کې یې ټولې ۱۷۲ منډې جوړې کړي او غوره توپ وهنه یې د ۴۸ ناسوځېدلو منډو کول دي.

افسر ځاځي ۲۸ فرسټ کلاس لوبې هم ترسره کړي، چې په دې لوبو کې یې ۱۱۴۸ منډې جوړې کړي، چې دوه سلیزې او شپږ نیمه سلیزې لري او غوره توپ وهنه یې د ۱۲۴ منډو ترسره کول دي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …