کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې د یوه ښه سباناري په مرسته ټوله ورځ ځواکمن واوسو؟

څنګه کولی شو چې د یوه ښه سباناري په مرسته ټوله ورځ ځواکمن واوسو؟

ناشته یا سباناری د انرژۍ یا ځواک د ترلاسه کولو یوه داسې موقع ده، چې په مرسته یې ټوله ورځ ځوان او تازه اوسېدلی شو، خو که چېرته ناشته ونه کړو، نو د بدن لپاره مو تر ډېره حده زیانمن تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې له سباناري پرته باید له کوره ونه وځو او که چېرته په کور کې د روغتیایي اصولو مطابق ناشته وکړو، نو همدغه لومړنی خوراک مو د ټولې ورځې انرژي برابروي.

دغه راز د فټنس کارپوهان هم په دې باور دي، چې د زړښت اغېزې راښکاره کېدل، که څه هم یوه طبیعي کړنه ده خو اتیا سلنه زموږ له ژوند او خوراک سره تړاو لري او په انسان کې د زړښت اغېزې ترټولو لومړی پر مخ او ویښتو څرګندېږي.

سباناری لکه څنګه چې یو له اړینو غذایي برخو څخه دی، که چېرته په همدې موقع اړین او مناسب خواړه په منظم ډول سره استعمال کړو، نو کولی شو چې د پوستکي ګونځې په آسانۍ سره ختمې کړو.

نو باید څه وکړو؟ پخپلو خوراکي توکو کې پروټین، اومیګا تري فیټي اسید، فایبر، انټي اکساید، منرالونه او هغه توکي استعمال کړو چې د انټي انجنګ ځانګړنې لري.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ځینو خوراکي توکو ګډ استعمال زیانمن وي؟

امروت، هندواڼه او اوبه: هندواڼه پخپل ترکیب کې ۹۰-۹۵ سلنه اوبه لري نو که چېرته …