کورپاڼه / بېلا بېل / ناوې د واده په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو څه ډول؟

ناوې د واده په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو څه ډول؟

په امریکا کې یوې ناوې د واده په ورځ د یوې ترافیکي پېښې په سبب مړه شوه او د ژوند دغه لوی ارمان یې نیمګړی پاتې شو.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه انجلۍ اینجلیکا ډوندپ نومېږي او شپږویشت کاله عمر لري، نوموړې د ښوونځې له دورې په هغه شخص مئینه وه، چې اوس یې ورسره واده کاوه.

راپور زیاتوي چې اینجلیکا د واده وروسته د ښه راغلاست په مراسمو کې د ګډون په موخه په موټر کې روانه وه، چې په لار کې موټروان د نشې په حالت کې موټر ټکر کړ او ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

راپورونه وایي اینجلیکا، چې د امریکا د اوټاه ایالت د سالټ لیک اوسیدونکې ده، له شپږ دیرش کلن میناور ګونزالیز سره واده و. اینجلیکا چې په کوم موټر کې ناسته وه، د هغې موټروان یې د تره زوی و.

په دې پېښه کې په حیرانوونکې توګه د ناوې تره زوی خوندي پاتې شو، بلکې سخت ټپي هم نه شو او پولیسو ورباندې د ټکر کولو قضیه ثبت کړه.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …