کورپاڼه / خپلواک / نبي په زړه پورې لوبه ترسره، خو لوبه د مجيب لوبډلې وګټله
محمد نبي

نبي په زړه پورې لوبه ترسره، خو لوبه د مجيب لوبډلې وګټله

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): په نننۍ لوبه کې د افغانستان تجربه لرونکي الراونډر محمد نبي په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، همدا راز مجيب الرحمان هم بيا خوندوره توپ اچونه وکړه، چې د مجيب الرحمان لوبډلې د محمد نبي لوبډلې ته په ٣ ويکټو ماته ورکړه.

د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په ٢٢مه لوبه کې نن د ډيلي بولز او قلندرز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې پچه ډيلي بولز لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دا هم ولولئ:

محمد شهزاد هيله ښکاره کړې چې ژر به ملي لوبډلې ته راشي

راشد خان: پلاره نن مې ډېر زيات يادېږې

سچن ټنډولکر: د نارينه و ژړل د شرم خبره نه ده

ډيلي بولز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٩٨ مندې وکړې او د قلندرز لوبډلې ته يې د ٩٩ منډو هدف وټاکه. محمد نبي د ٤ شپږيزو او ٣ څلوريزو پر مټ په ٢١ توپونو ٤٨ منډې وکړې او بل کوم توپوهونکى ونه توانېده چې ښه توپوهنه ترسره کړي.

د قلندرز لوبډلې له لوري مجيب الرحمان، جارج ګارټون لاهيرو کماره ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ٩٩ منډو هدف د قلندرز لوبډلې په ٩.٥ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٣ ويکټو يې د ډيلي بولز لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري کوهليز کاډمور ٢٧ او ډويډ مالان ١٩ منډې ترلاسه کړې.

د ډيلي بولز له لوري ظهير خان او وحيد احمد ٢-٢، محمد نبي، خېري پېري او روي رامپاول ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کوهليز کاډمور ته ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …