کورپاڼه / روغتيا / هغه عادت چې د زړه او فلج د ناروغیو خطر ډېروي

هغه عادت چې د زړه او فلج د ناروغیو خطر ډېروي

هغه کسان چې ډېر وخت یوازې وي یاهم د یوازیتوب ښکار وي، د هغوی لپاره بد خبر دادی چې د ژوند کولو دغه طریقه یې ددې سبب کېږي، چې د زړه په ناروغۍ اخته شي.

روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې د یوازیتوب ښکار وي، په هغوی کې د زړه د ناروغیو خطر تر نورو ډېر وي. دوی زیاتوي چې د یوازیتوب په حالت کې بدن داسې هورمونونه خارجوي، چې د ژور خپګان او فشار څرګندونه کوي، چې په دې کې د کارټیسول کچه ډېره لوړه وي.

د روغتیایي کارپوهانو پر وینا، کارټیسول هغه هورمون دی چې په سبب یې د زړه ناروغۍ، د وینې فشار او د شکر ناروغي رامنځته کېږي.

دوی زیاتوي چې یوازیتوب یو داسې حالت دی چې د وینې فشار ډېروي او په دې سره د بدن طبیعي دفاعي سیستم اغېزمنوي او د ناروغیو لامل کېږي.

روغتیایي کارپوهان خبرداری ور کوي، که چېرته یو څوک یوازې او له نورو بېل ژوند کوي، په داسې کسانو کې د زړه د ناروغیو خطرونه نهه ویشت سلنه او د فلج د ناروغیو خطرونه تر دوه دیرش سلنو پورې لوړېږي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …