کورپاڼه / خبرونه / کربين ليګ ته د افغان لوبغاړو ورتګ شکمن ښکاري

کربين ليګ ته د افغان لوبغاړو ورتګ شکمن ښکاري

د ويسټ انډيز د ۲۰۲۱م کال کربين پريمير ليګ نهم پړاو لوبې د روانې اګست میاشتې په شپږويشتمه نېټه پيليږي، چې د افغان لوبغاړو ورتګ ورته ناشونی ښکاري.

دغه ليګ ته له افغانستان څخه، نوين الحق، رحمن الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، قيس احمد، وقار سلام خېل او شفيق الله غفاري په مختلفو لوبډلو کې اخيستل شوي دي، چې د ورتګ برخليک يې شکمن دی.

د يادو لوبغاړو څخه رحمن الله ګربز، نوين الحق، ابراهيم ځدراڼ او قيس احمد د افغانستان کرکټ بورډ د تېرې جولای په درويشتمه نېټه د پاکستان په وړاندې سيريز ته لوبډله کې غوره کړي دي.

افغان لوبډله په نږدې ورځو کې سريلانکا ته سفر کوي، چې دغلته د راتلونکې سپټمبر مياشت په لومړۍ نېټه پلېدونکې دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز ته تمرينات پيل کړي.

داسي هم ويل کيږي چې په سپټمبر مياشت کي د شپږيزه ليګ سيالۍ ترسره کيږي او افغان کرکټ بورډ ورته د چمتوالي لپاره کارونه پيل کړي دي.

کربين پريمير ليګ د روانې اګسټ مياشت په شپږويشتمه نېټه د شپږو لوبډلو په ګډون پيليږي او د راتلونکې سپټمبر مياشت په پنځلسمه نېټه پای ته رسېږي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …