کورپاڼه / هنر او کلتور / عالیه بټ له سنجی لیلا بنسالي څخه په زړه پورې غوښتنه کړې

عالیه بټ له سنجی لیلا بنسالي څخه په زړه پورې غوښتنه کړې

د بالیووډ فلمونو ځوانې او مخکښې اداکارې عالیه بټ، فلم جوړونکې سنجی لیلا بنسالي ته وړاندیز کړی، چې خپل راتلونکې ویب سیریز کې چې هر ډول رول ورکوي، هغه به یې پرته له فیس څخه ترسره کړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې عالیه بټ، د سنجی لیلا بنسالي په (ګنګو بایي کاټیاواړي) فلم د خپل رول په لوبولو دومره خوشحاله ده، چې هغه له څخه په زړه پورې غوښتنه کړې ده.

عالیه بټ ویلي دي، که چېرته هغه ورته د (هیرا منډۍ) ویب سیریز کې هر ډول رول ورکوي، نو پرته له فیس به یې ترسره کړي.

راپور زیاتوي، سنجی لیلا بنسالي د عالیه بټ دغه وړاندیز نه دی منلی، خو ښایي چې هغه به په دې ویب سیریز کې واخیستل شي او په بدل کې به یې پیسې هم ورکړي.

بنسالي وایي چې هیرا منډي به د نیټ فلیکس له لورې خپور شي او هرې اداکارې ته به د هغې د رول مطابق روپۍ ورکړي. خو رسنۍ وایي چې تر اوسه په دې اړه اعلان نه دی شوی، چې کومې اداکارې به ور پکې کار وکړي.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …