کورپاڼه / خبرونه / له راشد وروسته ګربز او نبي هم د روان وضیعت په اړه په نړیوالو غږ وکړ

له راشد وروسته ګربز او نبي هم د روان وضیعت په اړه په نړیوالو غږ وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان ویکټ ساتونکې، توپوهونکې رحمن الله ګربز هم په خپله فېسبوکپاڼه پر نړیوالو غږ کړې، چې په روانه جګړه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

رحمن الله ګربز پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي.))

هغه غوښتنه کړې چې د افغانانو وژل او د افغانستان ورانولو مخنيوي وکړي او لیکلي یې دي:((لطفاً له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ.))

دغه راز محمد نبي هم په روان وضیعت چوپتیا ماته کړې او په یو پيغام کې یې په نړیوالو غږ کړی، چې د افغانستان د ورانولو مخه ونیسي او لیکلي یې دي چې، هره ورځ سلګونه افغانان وژل کېږي او سلګونه نور د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کېږي، چې نړیوال باید ددې ظلم مخنیوی وکړي.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ افغان توپ اچوونکي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان هم له نړیوالو غوښتنه کړې وه، چې افغانستان په دې حالت کې یوازې او مرسته دې وکړي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …