کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / کریم جنت ۲۳ کلن شو، د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

کریم جنت ۲۳ کلن شو، د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

کریم جنت، چې د افغان لوبډلې الراونډر لوبغاړی دی، په ښی لاس نیمه تېزه توپ اچونه او توپ وهنه کوي. په ۱۹۹۸ کال د اګست په ۱۱ نیټه په کابل کې زېږېدلی دی.

کریم جنت په ۲۰۱۶ کال نړیوال کرکټ ته راغی او لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې د همدې کال په دسمبر کې د اماراتو پر وړاندې ترسره کړه او وروستۍ یې بیا د روان کال په مارچ کې د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

نوموړي ټولې ۲۵ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې په دې لوبو کې یې ۱۹۴ منډې کړي، چې غوره توپ وهنه یې د ۲۶ منډو ترسره کول دي. دغه راز ۲۶ ویکټې یې هم ترلاسه کړي، چې غوره توپ اچونه یې د ۱۱ منډو په ورکړې د ۵ ویکټو اخیستل دي.

هغه یوازې یوه، نړیواله یوه ورځنۍ لوبه ترسره کړې چې په هغې کې یې ۹ منډې کړې وې، خو په توپ اچونه یې کې هیڅ ویکټ نه ده اخیستې.

د یادونې وړ ده چې کریم جنت په ۲۰۱۹ کال د ویسټ پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ برخه هم و، چې بیا ددې لوبلړۍ غوره لوبغاړس هم ونومول شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …