کورپاڼه / سياست او روانې چارې / طالبانو د فراه ښار له نېولو وروسته د نارینه وو ارایشګاوې په لاسي بمونه الوزولي

طالبانو د فراه ښار له نېولو وروسته د نارینه وو ارایشګاوې په لاسي بمونه الوزولي

طالبانو وروستی له هغې، چې تېره ورځ یې د فراه ښار ونېوه، د نارینه وو ارایشګاوې یې په لاسي بمونو والوزولې.

د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې د ځایي اوسیدونکې په خبره ویل کېږي، طالبانو ښار ته په داخلېدلو سره ټولې هغه د نارینه ارایشګاوې په بمونو الوزولي، چې فعالیت یې کاوه او هغوی ته یې مالي زیانونه اړولي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د خپل حاکمیت لاندې سیمو کې اعلان کړی و، چې له مخې یې د ږېرو کلول، د ویښتانو جوړول او ارایش کول منع ګرځولي ول.

بل لور ځینې ځایي اوسیدونکې ادعا کوي، چې طالبان له ډوډۍ پخونکو په زوره ډوډۍ اخلي او پیسې یې هم نه ورکوي.

دغه راز دا دعوه هم کېږي چې یاده ډله له تېلو پمپونه څخه پرته له دې چې پیسې ور کړي، تېل اچوي او پر وینا یې، چې د طالبانو دې کړنو ښاریان له ستونزو سره مخ کړي او یو ډول سر خوږی یې ورته جوړ کړی دی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …