کورپاڼه / خبرونه / نړيوالې شورا دوه غوره لوبغاړو ته ايوارډونه ورکړه

نړيوالې شورا دوه غوره لوبغاړو ته ايوارډونه ورکړه

د کرکټ نړيوالې شورا لخوا د جولای مياشتې خاص ايوارډونو ته نوماند لوبغاړو څخه، د نارينه وو شکيب الحسن او د ښځينه وو سټيفني ټايلر وګاټه.

د کرکټ نړيواله شورا هره مياشت درې نارينه او درې ښځينه، ښه کارکردګې کوونکې لوبغاړې د مينه والو په وړاندې د رايه ورکولو پروسې ته نوماند کوي، چې د مينه والو په رايه سره د مياشتې غوره لوبغاړو ته ايوارډونه ورکول کېږې.

له شکيب الحسن سره د جولای مياشتي د غوره لوبغاړي ايوارډ ته اسټرالوي ميچل مارش او ويسټ انډيزی هيډن والش نوماندان وه، چي بنګلديشي الراونډر لوبغاړي شکيب الحسن دغه ايوارډ وګاټه.

بلخوا د ويسټ انډيزۍ سټيفني ټايلر سره خپله وطنداره حايلي ميتيوز او پاکستانۍ فاطمه ثنا نوماندې وې، چې د ايوارډ ګټونکې سټيفني ټايلر اعلان شوه.

شکيب الحسن په جولای مياشت کې د زمبابوې په وړاندي په ټيسټ يوه ورځنيو او شل اوریزه سيريز کې ټولټال ۱۴۵ منډي او ۱۶ ويکټي ترلاسه کړي وې، چې دې ايوارډ ته نوماند وو.

سټيفني ټايلر پاکستان په وړاندي څلور يوه ورځنيو لوبو کي ۱۷۵ منډې جوړې کړې وې او درې ويکټې ترلاسه کړې وې او د ايوارډ لپاره نومانده وه.

ای سي سي (کرکټ نړيوالژ شورا) نن د جولای مياشتې د ايوارډ ګټونکي شکيب الحسن او سټيفني ټايلر اعلان کړه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …