کورپاڼه / خبرونه / د نیوزیلینډ پخوانی لوبغاړی کریس کینز روغتون ته وړل شوی

د نیوزیلینډ پخوانی لوبغاړی کریس کینز روغتون ته وړل شوی

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریس کینز په استرالیا کې په ناڅاپي ډول ناروغه شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کې، چې یو پنځوس کلن کریس کینز اوسمهال د کینبرا په روغتون کې درملنې لاندې دی. راپورونه وایي چې هغه له دې وړاندې څو ځلې د زړه د ناروغیو په سبب، چې د شریانونو ستونزه یې درلوده، څو ځلې عملیاتونه هم ترسره کړي.

کریس کینز له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۰۶ کاله پورې د نیوزیلېنډ لپاره په ۶۲ ټیسټ، ۲۱۵ یوه ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې او پخپل وخت کې د ټیسټ لوبې د یوه غوره الراونډر په توګه مشهور و.

نوموړي خپله وروستۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۰۴ کال په جون کې د انګلستان پر وړاندې ترسره کړه او آخري یوه ورځنۍ لوبه یې د سریلانکا پر وړاندې په ۲۰۰۶ کال وکړله.

دغه راز نوموړی په ۲۰۰۸ کال د هند په تجارتي کې د چندي ګړ لاینز لوبډلمشر هم و، چې بیا د لوبې په فیکس کولو تورن شو، خو کینز دغه تور رداوه او څو ځلې قضیې هم پرمخ یوړې.

دا هم ولولئ

کریم جنت په ښې توپ اچونې او توپ وهنې خپله لوبډله بریالۍ کړه

نن د بنګله دېش پریمیر لیګ کریم جنت یوازې یو اور ترسره کړ، یوه ویکټ …