کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا، کترینه او عالیه په یو فلم کې راښکاره کېږي

پریانکا، کترینه او عالیه په یو فلم کې راښکاره کېږي

د هندي سینما یا بالیووډ فلمي صنعت مخکښې اداکارانې پریانکا چوپړا، کترینه کیف او عالیه بټ به ډېر ژر د فرحان اختر په لارښوونه په جوړېدونکې فلم کې یوځای راښکاره شي.

د فرحان اختر له لورې پر ټولنیزه رسنۍ د (دل چاهتا هی) فلم د شل کلونو په پوره کېدو سره اعلان کړی دی، چې راتلونکې فلم به یې د (جي لی ذرا) په نوم وي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه به د (دل چاهتا هی) فلم، چې په ۲۰۰۱ کال خپور شوی او (زندګی نا ملی ګي دوباره)، چې په ۲۰۱۱ کال خپور شوی، په څېر فلم وي.

د فرحان اختر او درې واړو اداکارو له لورې د فلم پوسټر خپور شوی، چې له مخې به یې دغه فلم په ۲۰۲۲ کال د مینوالو لپاره وړاندې شي.

د فرحان اختر له ټویټ وروسته د ټولنیزې رسنۍ کاروونکو د خوښۍ احساس کړی او هغه ته یې ددې نوي فلم په تړاو مبارکي ورکړې.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …