کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیک ټاک له فیسبوک او وټساپ لومړی مقام ونېوه

ټیک ټاک له فیسبوک او وټساپ لومړی مقام ونېوه

د چین مشهوره ټولنیزه رسنۍ، ټیک ټاک اپلیکیشن، مشهور رسنۍ فیسبوک او د پیغام رسونې اپلیکیشن وټساټ ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې ترې ونېوه.

په ۲۰۲۰ کال د یوې نړیوالې سروې له مخې معلومه شوې، چې ټیک ټاک د راښکته کولو یا ډانلوډولو په سیالۍ کې له فیسبوک بریا خپله کړې.

د (Annie) په نوم څېړنېز شرکت وایي، چې ټیک ټاک، تېر کال په ټوله نړۍ له یو میلیارد ځلې ډېر ښکته شوی، چې دغه شمېر یوازې په امریکا کې سل میلونو څخه اوړي.

که چېرته تېرو څو کلونو ته نظر واچوو، نو وینو چې یادې رسنۍ ډېر کاروونکو د ځان پر لور متوجې کړي او سره له دې چې امریکا پرې بندیزونه هم پورې کړل، بیاهم ډېر زیات مینوال لري.

دغه راز فیسبوک هڅه وکړه چې د خپل ملکیت لاندې اپلیکیشن انستاګرام ته د ویډیو بېلابېل فیچرونه وړاندې کړل، ترڅو د ټیک ټاک مینوال کم کړي، خو بریالی نه شو.

دا هم ولولئ

د زخل سپوږمۍ د کنګل شوې سطحې لاندې یو سمندر پټ دی

د زحل سپوږمۍ په شل کیلومتره یخ پوښلې ده، خو اوس ستورپوهان په دې باور …