کورپاڼه / بېلا بېل / د حضرت لوط علیه السلام کور موندل شوی دی

د حضرت لوط علیه السلام کور موندل شوی دی

الله تعالی، ددې لپاره چې انسان سمې لارې ته متوجي کړي، نېکو کارونو ته یې راوبلي او د یو خدای عبادت ته یې دعوت کړي، یو لکو، څلرویشت زره زیات او کم پیغمبران رالېږلي دي.

په دې پیغمبرانو کې سیدنا حضرت لوط علیه السلام هم شامل دی. په قران کریم کې هم د لوط علیه السلام یادونه شوې ده او د هغه د قوم عبرتناک حالت ذکر هم شوی دی.

خو اوس په دې تړاو خبر دادی، چې د اردن لرغون پېژندونکو د لوط علیه السلام کور موندلی او ادعا یې کړې چې دغه موندنه یې د یاد هیواد په په سویل یعنې سویلي اغوار کې کړې ده.

د العربیه نیوز د راپور له مخې ویل کېږي، چې د تېرې جمعې په ورځ د اردن د ساحت لارښودې ټولنې مشر محمد حماد په دې باور دی، چې دغه موندنه یې د اردن د دویمې پېړۍ ترټولو مهمه موندنه ده.

لرغون پېژندونکو ددې موندنې د سهي ثابتولو لپاره له ستور پوهنې، ځمکپوهنې او جغرافیایي دلایلو څخه ګټه اخیستې او ددې سربېره د اثارو د کېندلو او په سیمه کې موجودې لارې یې هم څېړلي.

د اردن دولتي خبري آژانس پټرا وایي، چې په ترلاسه شوو شواهدو کې د انجیل تختې، ایبلا او اکادیه تختې، رومي لارې او د قریش د (ایلاف لار) او نور شامل دي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …