کورپاڼه / خبرونه / راشد خان، بېځایه شویو کورنیو ته د مرستو راټولو لړۍ پیل کړه

راشد خان، بېځایه شویو کورنیو ته د مرستو راټولو لړۍ پیل کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان، په هیواد کې د بېځایه شویو کورنیو ته د مرستو راټولو لړۍ پیل کړه.

په دې وروستیو کې، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړو زور اخیستې، چې په سبب زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي او په ډېر شمېر تر کابل پورې رارسېدلي او په سختو حالاتو کې شپې سبا کوي.

راشد خان پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:(( زموږ او ستاسو ملي او اسلامي وجیبه دا وخت له خبرو ډېر د عمل تر برېده رسېږي. ډېر هېوادوال چې پر کرکېله پايي، جګړو ترې هرڅه پاتې کړي او بې برخلیکه بېلابېلو سیمو کې کډوال دي.))

هغع زیاتوي:(( زموږ او ستاسو لږه مرسته د یوې کورنۍ د یوه ماښام خواړه تیاروي نو لطفآ مه یې دریغوئ او د کورنۍ غړي او دوستان مو مرستې ته وهڅوئ. ممکن د یوې پیالې چاې په بیه زموږ یو بې کوره هیود وال یو وخت ډوډۍ ترلاسه کړي.))

د یادولو وړ ده چې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم تېره ورځ، په خلکو غږ کړی و، چې له بېځایه شوو هیوادوالو سره مرسته وکړي.

دا هم ولولئ

محمد نبي

راشد خان د محمد نبي د ژړا عکس په خپل پروفایل لګولی

پرون د افغان ولس لپاره ډېره د مینې، جذبې او ولولې ډکه ورځ وه، ځکه …