کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان، ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ درې اړخېزه لوبلړۍ لغوه شوې

د افغانستان، ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ درې اړخېزه لوبلړۍ لغوه شوې

د افغانستان، ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ درې اړخېزه، شل اوریزه لوبلړۍ، چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېده، لغوه شوې.

د سډني مارنینګ په نوم یوې استرالیایي رسنۍ ویلي دي، چې د افغانستان، ویسټ انډیز او استرالیا ترمنځ درې اړخېزه د شل اوریزو لوبلړۍ لغوه شوې او روانۍ اوونۍ به یې په اړه رسمي اعلان هم وشي.

په راپور کې راځي چې د استرالیا کرکټ بورډ غواړي، چې لوبغاړي د هند په تجارتي لیګ (ای پي ایل) ګډون وکړي او په اماراتو کې د ترسره کېدونکې نړیوال جام ته ښه چمتوالی ونیسي.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب په هند کې ترسره شي، خو په هند کې د کورونا وایروس په سبب ونه شوې او کرکټ هڅه کوله، چې په سریلانکا کې یې ترسره کړي، خو اوس یې د لغوه کېدو خبر راغی.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د انګلستان کرکټ بورډ هم له بنګله دیش سره خپلې لوبې ځنډولي او لامل یې دا ښودلی و، چې لوبغاړي یې په ای پي ایل کې ګډون کوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …