کورپاڼه / روغتيا / موږ ولې د لوږې پر وخت چیغې وهو یا غوسه کوو؟

موږ ولې د لوږې پر وخت چیغې وهو یا غوسه کوو؟

د لوږې په حالت کې چیغې وهل یا غوسه کول هم یو ډول ناروغي ده، خو د اندیښنې وړ ځکه نه ده چې روغتیایي کارپوهانو یې حللاره هم موندلې.

زموږ په خوراکي توکو کې کاربوهایډریټ، پروټین، غوړ او نور مهم عناصر له هضم کېدو وروسته په ګلوکوزو، امینو اسید او فیټي اسیدونه باندې بدلېږي، بیا له وینې سره یوځای کېږي او د بدن غړو ته ځي او انرژي یا ځواک ورکوي.

خو دماغ د انسان د بدن هغه غړی دی چې ډېرو ګلوکوزو ته اړتیا لري او کله چې په ځنډ سره خوراک کوو نو په وینه کې د ګلوکوزو کچه ټیټوي او کله چې دغه کچه ټیټه شي نو دماغ په دې پوهېږي چې ژوند له خطر سره مخ دی.

په دې حالاتو کې دماغ د بدن غړو ته آمر کوي چې داسې هورمون افراز کړي چې ګلوکوز ولري، په دې هورمونونو کې اینډرنالین هم وي او دا هغه وخت خارجېږي کله چې له فشار یا خپګان سره مخ یو او له هغه ډول حالت سره مخ کېږو، لکه څه ډول چې د فشار په حالت کې ورسره مخ یو.

او په دې حالت کې زموږ ټولنیز چلند هم په بد اخلاقۍ اوړي او پخپل شاوخوا کې خندونکې شیان مو هم نشي خندولی، چیغي وهو، غوسه کوو، خو وروسته بیا د شرمندګۍ احساس راته کېږي.

ددې ترټولو آسانه حللاره داده چې ژر ـ ژر داسې څه وخورو چې په بدن کې مو ګلوکوز پیدا کړي. خو باید په یاد ولرئ چې دغه ډول توکي مو چاغوي نو اړینه چې یو مهالویش جوړ کړئ او پخپل وخت خوراک وکړئ.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …