کورپاڼه / هنر او کلتور / د انوپم شیام ورور: عامر خان راسره د مرستې ژمنه کړې وه، خو چې وخت راغی زنګ یې هم نه پورته کاوه

د انوپم شیام ورور: عامر خان راسره د مرستې ژمنه کړې وه، خو چې وخت راغی زنګ یې هم نه پورته کاوه

د هندي سینما د پخواني اداکار انوپم شیام ورور انوراګ شیام ادعا کوي، چې عامر خان ورسره د (ډایلسز) مرکز د جوړولو ژمنه کړې وه، خو کله چې وخت راغی نو زنګ یې هم نه پورته کاوه.

انوراګ شیام په یوه مرکه ویلي دي، چې ورور یې په پرتاب ګړ کې له خپلې ناروغۍ مور سره لېدنه کوله، خو په یاد ښار کې د (ډیلسز) مرکز نه و او په همدې سبب هلته نه شو تللی.

نوموړی وایي موږ له سختو ستونزو سره مخ یو، تېر میاشت یې چې کله مور مړه شوه نو انوپم ورسره وروستۍ لېدنه هم ونه شوه کولی.

د محروم اداکار ورور زیاتوي، موږ له عامر خان وغوښتل چې هلته د (ډایلسز) مرکز جوړ کړي، انوپم هم ورسره لېدنه کړې وه، چې بیا عامر خان ژمنه وکړه، خو څو میاشتې وروسته یې زنګ هم نه پورته کاوه.

د یادولو وړ ده چې انوپم شیام له څه مودې راهیسې د ګردو په ناروغۍ اخته و، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د بدن غړو کار پرېښی و او په ممبۍ کې د درملنۍ لاندې ساه ور کړه.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …