کورپاڼه / روغتيا / د رڼا په مرسته د زخمونو درملنه کېدلی شي

د رڼا په مرسته د زخمونو درملنه کېدلی شي

د روښنایۍ په مرسته د زخمونو یا ټپونو درملنه له ډېر پخوا راهیسې دود ده، خو اوس ساینسپوهان په دې اړه په نورو څېړنو بوخت دي.

کله چې پر زخم روښنایي یا رڼا واچول شي، نو په دې سره ځانګړي متحرک کېږي او د زخم ښه کولو عمل تېزېږي. په ۲۰۱۲ کال په دې اړه ډېرې څېړنې هم وشوې، خو ترڅنګ ډېرې نېوکې هم وشوې.

په لایټ تراپۍ یا د ړنا په مرسته درملنه، په ډېرو حیواناتو او حجرو باندې وازمایل شوه او بنسټیزه موخه یئ داده چې په (ټي جي ایف بيټا ون) پروټینو باندې یې اغېزې وڅېړي.

دغه پروټین د حجرو کچه ډېروي او د یوې تجربې له مخې د لایټ تراپۍ اغېزې تر نهو ورځو پورې نوټ کړې او معلومه یې کړه چې د لیزر په لږ شدت سره د زخم داخلي سوخت کمېږي او نسجونه یې وده مومي.

په دې څېړنه د ۸۱۰ نینومیترو پورې اوږدې د رڼا څپې پر زخم واچول شوې او په دې د پوستکي د تودوخې درجه له ۴۵ درجو څخه ډېره نه شوه او د برداشت وړ وه.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …