کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې له مار یې په ژوولو بدله واخیسته، مړ شو

هغه شخص چې له مار یې په ژوولو بدله واخیسته، مړ شو

تر اوسه به مو په دې اړه ډېر اورېدلي وي، چې یو شخص مار چیچلی، خو دا به مو نه وي اورېدلي چې یو شخص دې له مار څخه بدله اخیستي وې. همدغسې یوې پېښه په هند کې واقع شوې او خلک یې حیران کړي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي دغه پېښه، چې د هند په بهار ایالت کې رامنځته شوه او یو شرابي شخص مار ونېوه او ویې خوړ.

راپور زیاتوي چې د هند په یوه کلي کې د رامو مهتو په نوم، پنځه شپېته کلن شخص، د یکشنبې په ورځ مار ونېوه او ویې خوړ او د د دوشنبې په ورځ کې ژوند له لاسه ورکړ.

د رامو کورنۍ وایي چې هغه د کور ترمخ د نشې په حالت کې ناست و، چې په ناڅاپي ډول مار وچیچلو او له هغې وروسته یې مار ونېولو او ویې ژوولو.

د هغه کورنۍ زیاتوي چې رامو د مار ژوولو پرمهال هم څو ځلې وچیچل شو، خو پرېنښود او له دې وروسته د هغه کورنۍ هڅه وکړه چې رامو روغتون ته یوسي، خو ویې نه منله او په سبا سهار مړ شو.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …