کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږیزه ليګ د لوبغاړو نوم لیکنې پروسه د دريو نورو ورځو لپاره تمديد شوه

شپږیزه ليګ د لوبغاړو نوم لیکنې پروسه د دريو نورو ورځو لپاره تمديد شوه

د اتم پړاو شپږيزه ليګ ټولې شپږ لوبډلې مالکانو ته وسپارل شوې او اوس د لوبغاړو د نوم ليکنې پروسه ورته پيل شوې ده.

د افغان کرکټ مخکښه ليګ شپږيزي ټولې شپږ لوبډلې د تجارانو له خوا واخيستل شوې، چې کابل بازان عبدالطيف ايوبي، بُست ساتونکي ادريس شيرزي، امونهنګان حقداد نوري، سپين غر بازان عصمت الله سنګين، ميس عينک ميرزا کټوازي او بند امير لوبډله انور الله صافي له خوا واخيستل شوه.

له دې سره په ورته وخت کې اتم پړاو شپږیزه ليګ ته د لوبغاړو د نوم ليکنې پروسه هم پيل ده چې نن ياده پروسه د دريو نورو ورځو لپاره تمديد شوه او د اګسټ په څوارلسمه نېټه پای ته رسېږي.

شپږیزه کرکټ ليګ په افغانستان په لومړي ځل کال  ۲۰۱۳ کي ترسره شو چې تر اوسه مسلسل هر کال د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ترسره کيږي.

شپږیزه کرکټ ليګ ته له بهرنيو هيوادونو لوبغاړي هم راغلي او دغلته د افغان لوبغاړو سره يو ځای په مختلفو لوبډلو کې لوبېدلی دي.

ياد ليګ کابل بازانو او سپين غر له نورو لوبډلو زيات دوه ځلي ګټلی دی، ويل کيږي چې شپږيزه ليګ راتلونکي سپټمبر مياشت کي د ملي لوبډلې له لوبو وروسته چې پاکستان سره دي پيليږي، لا هم وروستۍ او نهايي نېټه نه ده په ډاګه شوې.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …