کورپاڼه / هنر او کلتور / تاپسي پنو: مور او پلار مې زما د واده په اړه اندیښمن دي

تاپسي پنو: مور او پلار مې زما د واده په اړه اندیښمن دي

د هندي سینما یا بالیووډ اداکارې تاپسي پنو اعتراف کړی دی، چې والدین یې د راتلونکې په اړه ډېر اندیښمن دي.

تاپسي او د هغې شګون پنو په دې وروستیو کې له هندي رسنیو سره مرکه کړې، چې شګون پنو ویلي چې موږ د واده لپاره ځای ټاکلی یوازې د واده پرېکړه پاتې ده.

هغې ویلي چې زموږ والدین په بې صبرۍ سره انتظار کوي، چې له دواړو خویندو څخه یوه یې د واده لپاره (هو) وکړي، ځکه هغوی ډېر اندیښمن دي.

په یوه بله مرکه کې تاپسي وایي چې زما مور او پلار ماته وایي چې واده وکړه، هغه که له هر چاسره کوې، ویې کړه، هغوی داسې فکر کوي چې زه به هیڅکله واده ونه کړم.

تاپسي زیاتوي، کله چې چاسره مخ کېږم نو دا خبره مې په ذهن کې وي که دا واده د کولو وي نو هغه وخت به خپل وخت ورکوم او له هغه چاسره خپله انرژي او ځواک نه ضایع کوم چې واده ورسره نه کوم.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …