کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / کارپوهانو د آیفون نوي فیچر په اړه اندیښنه څرګنده کړې

کارپوهانو د آیفون نوي فیچر په اړه اندیښنه څرګنده کړې

د آیفون د نوي فیچر یا ځانګړنې په اړه د ټیکنالوژۍ کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې او هغه یې محرمیت ته خطر ګڼلی دی.

د ټولنیزو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې ایپل د ایفون کاروونکو لپاره د یو داسې سیستم د جوړولو اعلان کړی، چې له مخې به یې هغه عکسونه ولټوي، کوم چې ناوړه وي.

د ایپل شرکت پر وینا، چې دغه نوی سیستم به د کاروونکې آیفون سکین کوي، که چېرته هغه عکسونه یې پیدا کړل چې په سبب له ماشومه ناوړه استفاده کېده، نو اړوند ادارې به خبروي.

بل لوري ته د ټیکنالوژۍ ددې نوي سیستم په اړه اندیښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي چې دغه ټیکنالوژي به زورو حکومتونه د خلکو د جاسوسۍ لپاره استعمال کړي.

دوی زیاتوي چې په دې اړه یې د محرمیت اړوند اندیښنې شتون لري او د ټیکنالوژۍ د استعمال داېره، د ممنوع موادو یا د سیاسي تقریر لپاره د موبایل سکین کولو لپاره، پراخه شي.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …