کورپاڼه / خبرونه / تازه درجه بندي: راشد خان او مجیب پخپل ځای، خو نبي بیا شاتګ کړی

تازه درجه بندي: راشد خان او مجیب پخپل ځای، خو نبي بیا شاتګ کړی

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو شل اوریزو لوبو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې د توپ اچونکو په برخه کې راشد خان پخپل ځای پاتې، خو د الراونډر په ډله کې محمد نبي شاتګ کړی دی

د نړیوالو شل اوریزو لوبو په الراونډرانو کې شکیب الحسن مخکې تګ کړی، چې له امله یې محمد نبي دویم مقام ته لوېدلي او شکیب په لومړي سر کې ځای لري.

په دغه نوملړ کې ریچارډ بیرنګټن دریم، خاور علي څلورم، کولین اوبیا پنځم، روښان مصطفی شپږم، ګلین میکسویل اووم، کریت ډیلني اتم میچل مارچ نهم او شان ویلیمس لسم مقام لري.

د نړیوالو شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په برخه کې بیا د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان دریم مقام نېولي او له هغه وړاندې تبریز شمسي په اول او ونېندو هسرنګا په دویم مقام کې دي.

دغه راز عادل رشید څلورم، مجیب الرحمن پنځم، ټام سوتي شپږم، اشټون اګر اووم، ادم زمپا اتم، ایش سودي نهم او مستفیظ الرحمن په لسم مقام کې ځای لري.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …