کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي د خپلې مور د روغتیا لپاره د دعا غوښتنه کړې
محمد نبي

محمد نبي د خپلې مور د روغتیا لپاره د دعا غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي مور سخته ناروغه ده چې نوموړي یې د مینه والو څخه د هغې لپاره د دعا غوښتنه کړې ده.

محمد نبي د خپلې مور یو عکس هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی چې د کوم روغتون په ICU کې پرته ده، چې د دعا غوښتنه یې ورته کړې ده.

محمد نبي په فېسبوک کې لیکلي دي: ((د ژوند خواږه مې، ګرانه مورکۍ مې سخته ناروغه ده او دا مهال د روغتون په ICU کې ده. هیله کوم چې د روغتیا لپاره یې دعاوو کې یاده وساتئ.))

د محمد نبي په دې عکس باندې په فېسبوکپاڼه کې ۱۰ زره کسانو کمنټونه کړي دي او د هغې د مور لپاره یې د دعا لاسونه لپه کړي دي.

د یادولو وړ ده چې محمد نبي له خپلې کورنۍ سره یو ځای په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، خو هغه په خپله اوس د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې لوبېږي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …