کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اردوغان: د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي
اردوغان او غني

اردوغان: د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو څرګندونو کې ویلي دي، چې د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي او باید په افغانستان کې تلپاتې سولې د تامین په موخه سیاسي حل لاره پېدا شي.

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر غني د ترکیې ولسمشر ته په انتالیا او ادانا ښارونو کې د اور لګېدو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه د خپلې همدردۍ مراتب وړاندې کړل.

ولسمشر همدا راز په افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې د ترکیې هېواد رول ارزښتناک وباله او د دوی د دریځ قدرداني یې هم وکړه.

اردوغان په څرګنده وویل، چې د ترکیې حکومت او خلک د افغان ولس تر څنګ ولاړ دي او په افغانستان کې د سولې لپاره باید سیاسي حل لاره پېدا شي. هغه دا هم وویل چې د افغانستان وضعیت څاري.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …