کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مارشال دوستم: که زه وی، طالبانو که ټول پاکستان هم راوستی وی، کوم کار يې نه شو ترسره کولی
مارشال دوستم

مارشال دوستم: که زه وی، طالبانو که ټول پاکستان هم راوستی وی، کوم کار يې نه شو ترسره کولی

مارشال عبدالرشید دوستم شمال ته رسېدلی دی او ویلي یې دي، چې د تېر په څېر به یو ځل بیا طالبانو ته په شمال کې سخته ماتې ورکوي او بېرته به یې له دې سیمې څخه شړي.

نوموړي له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي: ((که زه وی، طالبانو که ټول پاکستان هم راوستی وی، کوم کار يې نه شو ترسره کولی؛ طالبان چې هر ځلې شمال ته راغلي دي، په دام کې ګير شوي، دا ځل هم له شمال څخه بهر کېدلی نه شي.))

هغه دا هم وویل، چې د هغه ولایت په داسې وخت کې طالبانو نیولی دی، چې هغه په خپل ولایت کې نه و، یو مشکل یې درلود او بهر و.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د مارشال عبدالرشید دوستم کور هم نیولی و، چې هلته یې عکسونه اخیستي او ویډیوګانې جوړې کړې وې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدې.

همدا راز یو طالب بیا د مارشال عبدالرشید دوستم دریشي هم په تن کړې وه، دغه عکسونه بیا ډېر خپاره شوي و. خو دوستم اوس مزار شریف کې دی او د طالبانو پر ضد جګړه رهبري کوي.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …