کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عمران خان: تر څو چې اشرف غني په واک کې وي، طالبان مذاکرات نه کوي
عمران خان

عمران خان: تر څو چې اشرف غني په واک کې وي، طالبان مذاکرات نه کوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د طالبانو مشرانو هغه ته دا خبره کړې ده، چې تر څو اشرف غني په واک کې وي، نو دوی مذاکرات نه کوي.

عمران خان تېره ورځ په اسلام اباد کې له یو شمېر بهرنیو خبریالانو سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، کله چې د طالبانو جګپوړي مشران پاکستان ته ورغلي و، نو هغه هڅه وکړه چې سولې ته یې وهڅوي، خو طالبانو ورته وویل، چې تر څو اشرف غني په واک کې وي، دوی مذاکرات نه کوي.

عمران خان دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، چې موږ د طالبانو ویاندویان نه یو.

د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین هم په روسیه کې دا خبره کړې وه، چې تر څو اشرف غني له واک څخه نه وي لیرې شوی، هغوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي په رسنیو کې د طالبانو په ملاتړ او د افغان حکومت او ولسمشر غني پر ضد څرګندونې کوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …