کورپاڼه / جالب / د نړۍ لوړ بیه سینډل؛ قیمت به مو حیران کړي

د نړۍ لوړ بیه سینډل؛ قیمت به مو حیران کړي

د میرمنو لپاره ښه خبر دادی، چې په دې تصویر کې موجودې سینډلې دوی هم اخیستلی شي، خو ۲۳.۶ میلونه ډالر له ځان سره وویني.

ددې سینډلو د لوړ قیمت لامل دادی چې په دې کې له سرو زرو څخه ګټه اخیستل شوې ده، یوازې دا نه، په دې سینډلو کې له بهر لوري له سلو څخه ډېرې کوچني الماس لګېدلي او ترڅنګ یې دوه غټو الماسو یې ښکلا ډېره کړې.

دا سینډل د نړۍ ترټولو لوړ بیه سینډل ګڼل کېږي، چې مشهورو شرکتونو (جادا دوبۍ) او (پیشن جیولرز) په یوځای جوړ کړي او د (پیشن ډایمنډ شوز) په نوم سره یادېږي.

د جادا دوبۍ شریک ماریا مجازي وایي چې ددې ډول سینډلو د یوې جوړې په تیارولو یې له نهو میاستو ډېر وخت تېر کړی او لامل یې دادی چې په ډېر ښه ډول یې جوړ کړي دي.

د یادولو وړ ده چې یاد شرکت له دې وړاندې هم د الماسو لرونکې ترټولو لوړ بیه بوټونه تیار کړي ول.

دا هم ولولئ

د واده زلمي خور له ناوې سره داسې ټوکه وکړه چې خبره تر طلاق ورسېده

له واده وړاندې د ډوډۍ کول نن سبا ډېر زیات دي، په ځینو ټولنو کې …