کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي سینما هغه اداکاران چې اوس هم پخپلو ځینو فلمونو پښېمانه دي

د هندي سینما هغه اداکاران چې اوس هم پخپلو ځینو فلمونو پښېمانه دي

په هندي سینما کې ځینې داسې فلمي ستوري هم شتون لري، چې ډېر بریالي ثابت شوي او له ډېرې مودې وروسته اوس هم ډېر مینوال لري. بل لوري دوی پخپل ژوند کې داسې فلمونو کې هم کار کړی دی، چې نه د هغې په اړه فکر کوي او نه په داسې فلمونو کې د کار کولو اراده لري.

دا داسې فلمونو دي چې په تېر کې هغوی ورته په ډېرې سره غاړه ایښې وه، خو اوس پرې ډېر خفه او پښېمانه دي. کترینه کیف چې خپل کیریر یې له (بوم) څخه پیل کړی و، په دې فلم کې یې کار کولو ترټولو لویه تېروتنه ګڼلې ده.

کترینه د یوې مرکې پرمهال ویلي دي، چې بیا به هیڅکله په داسې فلمونو کې کار نه کوي، تېروتنه ترې وشوه ځکه کله چې هند ته راغله نو له کلتور سره یې سمه اشنا نه وه.

سیف علي خان (همشکل) فلم کې د دوو رولونو په لوبولو او په دې فلم کې د ښځې شکل په خپلولو ډېر زیات پښېمانه دی. هغه په دې اړه وایي چې د فلم له لېدو وروسته مې له ځانه پوښتنه وکړه، چې دا څه کوم؟ په دې فلم سره ما خپل مینوال ډېر خفه کړل.

له (عشق و شک) څخه تر (کبیر سینګ) پورې د شاهد کپور بې شمېر بریالي فلمونو شته دی، خو هغه د (شاندار) فلم په کولو ډېر خفه دی. هغه د یوې مرکې پرمهال ویلي چې په (چپ چپ کی) فلم کې یې هم کار کول نه غوښتل.

د بالیووډ ملکه پریانکا چوپړا چې ډېره غوره او د ډېرو وړتیاوو لرونکې اداکاره ده، هغې چې په کوم فلم کې کار کړی هغه بریالی شوی. خو د (زنجیر) فلم په اړه وایي چې ډېر وخت تېروتنې کېږي او په کار کولو یې نه ده خوښه.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …