کورپاڼه / خپلواک / نجيب الله ځدراڼ خپله لوبډله بريالۍ او غوره لوبغاړى شو
نجيب الله ځدراڼ

نجيب الله ځدراڼ خپله لوبډله بريالۍ او غوره لوبغاړى شو

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): نجيب الله ځدراڼ نن په لس اوريزه ليګ کې په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړه.

د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په ٢٣مه لوبه کې د بنګله ټايګرز او مراټا عربينز لوبډلې سره مخامخ شوې. د لوبې پچه بنګله ټايګرز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

بنګله ټايګرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې ټام موريس ٤٣ ناسوځېدلې او روبي فريلينک ١٨ منډې وکړې.

د مراټا عربينز له لوري کاسون راجيټا او ډواين براوو ٢-٢، لاسيت ملينګا، شيراز احمد او داسون شناکا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٠٧ منډو هدف د مراټا عربينز لوبډلې په ٨.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٧ ويکټو يې د بنګله ټايګرز لوبډلې ته ماته ورکړه.

د مراټا عربينز لپاره نجيب الله ځدراڼ په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. نوموړي د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ په ١٥ توپونو ٣٦ منډې وکړې. همدا راز کريس لين ٢٣ او يوراج سينګ هم ٢٣ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د بنګله ټايګرز له لوري قېس احمد، ډيويډ ويس او ليام پلونکيټ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ښې توپوهنې له امله نجيب الله ځدراڼ د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …