کورپاڼه / اسعار / ۲۱ اسد ۱۴۰۰: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې یو بیا ګران شول
افغانۍ او بهرني اسعار

۲۱ اسد ۱۴۰۰: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې یو بیا ګران شول

امریکايي ډالر چې له تېرو څو ورځو راهیسې آسمان ته ختلي ول او تېره ورځ یې په نرخ کې یو څه کموالی راغلی و او په ۸۰.۵۵ افغانیو ول، خو نن بیا ۴۵ پوله ګران شوي او د (۲۱ اسد ۱۴۰۰ \ ۱۲ اګست ۲۰۲۱) د پنجشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې په ۸۱ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۹۴.۴۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۱۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۸۵.۸۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۵۷.۹۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۳.۳۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۲.۳۵ افغانۍ، د ناروې کرون په   ۸.۷۴ افغانۍ، د سویډن کرون په ۹ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۱.۲۵ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۱.۸۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۵۲ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۰.۶۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۹.۸۵ افغانۍ، د چین ین په ۱۱.۷۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۱۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۰۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۶ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۲۰ سنبله ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې د تېرې پنحشنبې ورځ په ۸۴.۵۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې …