کورپاڼه / روغتيا / د بې خوبۍ لاملونه څه کېدلی شي

د بې خوبۍ لاملونه څه کېدلی شي

د خوب ستونزې یا بې خوبي یوه عامه ناروغي ده او له دې ناروغۍ څخه ډېرې ښځې اغېزمنې وي او هغه څوک چې د بې خوبۍ په سبب اغېزمن وي، په سبا ورځ یې ټول کارونه له ستونزو سره مخ وي او د ستړیا او د ځواک له نشتوالي سره مخ وي.

د هر انسان د خوب دورانیه له نورو مختلفه وي، روغتیایي کارپوهان وایي چې د روغتیا لپاره اړینه ده چې په ورځني ډول ۷-۸ ساعتونو خوب وکړو. ځینې کسان په ناڅاپي ډول له لنډمهالي یا اوږدمهالي بې خوبۍ سره مخ کېږي، چې ترڅو ورځو یل اوونیو پورې دوام کوي او دا هغه وخت وي چې له ذهني فشار سره مخ شو.

فشار: د کار، ښوونځي، کورنۍ، روغتیا یا د معاش په اړه فکر کول مو د خوب ستونزې رامنځته کوي. د سفر یا کار مهالویش: زموږ بدن دننه اتومات ساعت لري، چې د خوب او بدن تودوخې په اړه لارښوونه کوي نو کله چې په دې سیستم کې ستونزه رامنځته شي د بې خوبۍ لامل کېږي.

د خوب خراب عادتونه: د خوب غیر منظم مهالویش، له وېده کېدو وړاندې فعالیتونه، نا آرامه چاپیریال او د خوب په کوټه کې تلویزون او نور کارونه ترسره کول. د شپې ناوخته خوراک: د شپې ناوخته ډېر خوراک کول هم د بې خوبۍ ستونزې رامنځته کوي.

دغه راز خراب دماغي حالت، د درملو استعمال، د خوب ناروغۍ، روغتیا، د کافین او نیکوټین استعمال او ډېر عمر هم د خوب ستونزې راولاړوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …