کورپاڼه / جالب / د لیډي ډیانا او چارلیس د واده کیک لیلام شو

د لیډي ډیانا او چارلیس د واده کیک لیلام شو

د لیډي ډیانا او چارلیس د واده کیک څلویښت کاله وروسته لیلام شو او د خبرداري وړ خبره داده چې د کیک خوړل منع ګرځول شوي.

د لیډي ډیانا او شهزاده چارلیس د واده څلویښت کاله تېر شوي او له دومره ډېرې مودې وروسته د هغوی د واده د پرې شوي کیک یوه برخه لیلام ته وړاندې شوه.

په دې لیلامۍ کې د نړۍ له ګوټ ـ ګوټ څخه بېلابېلو کسانو برخه اخیستې وه او تمه کېده چې د کیک دغه ټوټه به له درې سوو تر پنځه ډالر وپلورل شي، خو د تمې خلاف په ۲۵۵۸ ډالره لیلام شوه.

هغه شخص چې دغه کیک یې واخیست، د بریتانیې اوسیدونکی او ویلي یې دي دغه کیک خیریه بنسټونو ته ګټه رسوي. که څه هم کیک په اصلي حالت کې دی خو خوراک ته یې اجازه نشته او له دې وړاندې هم د کیک ټوټې پلورل شوې وې.

د یادولو وړ ده چې لیډي ډیانا او شهزاده چارلیس د  ۱۹۹۶ کال په اګست کې پخپله خوښه له یو بل لارې بېلې کړې.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …