کورپاڼه / اسلام / له هر لمونځ وروسته آیت الکرسي لوستل مو جنت ته د تګ ضمانت کوي

له هر لمونځ وروسته آیت الکرسي لوستل مو جنت ته د تګ ضمانت کوي

حضرت کعب بن عجره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې آیا تاسو ته د جنت ته د تلوونکو سړیو په اړه ونه وایم؟ واورئ! نبي یا پیغمبر جنتي وي، شهید به جنتي وي، صادیقین به جنتي وي، هغه ماشوم چې له زېږېدو سره ومري جنتي دی، هغه کس چې له ډېر لېرې ځایه له خپل ورور سره د الله د رضا لپاره لېدنه وکړي جنتی دی.

آیا زه درته جنت ته د تلوونکو ښځینه وو په اړه ونه وایم؟ له خپل خاوند سره مینه کول، ډېر اولادونه زېږول، هغه نیکه میرمن چې خاوند یې پرې ظلم کوي او ورته وایي چې ستا لاس زما په لاس کې دی، زه تر هغې نه وېده کېږم چې ته رضا نه شي.

حضرت جابر رضي الله عنه روایت کوي چې یو کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې یا رسول الله که چېرته زه فرض لمونځ ادا کړم، د رمضان روژې ونیسم، حلال شیان حلال او حرام شیان حرام وګڼم خو نور څه ونه کړم، نو زه به جنت ته داخل شم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، هو.

حضرت ابو امامه رضي الله وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې د هر لمونځ وروسته آیت الکرسي ولوستله، نو له مرګه پرته یې هیڅ شی جنت ته د تلو لار نه شي نېولی

حضرت عبدالله بن عمر بن عاص رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، هغه شخص چې په ظلم سره د خپل مال په سبب ژوند له لاسه ورکړي، نو د هغه لپاره به جنت وي

دا هم ولولئ

د کومو کسانو دعا د الله تعالی له لورې قبلېږي؟

هسې خو دعا د هر مسلمان قبلېږي، خو موږ لږ بې صبره یو او هیله …