کورپاڼه / هنر او کلتور / د ریشي کپور په وروستي فلم کې به د هغه پاتې رول څوک ولوبوي؟

د ریشي کپور په وروستي فلم کې به د هغه پاتې رول څوک ولوبوي؟

د هندي سینما یا بالیووډ د مشهور خو محروم اداکار ریشي کپور د ژوند وروستی فلم (شرما جي نمکین) په راتلونکې میاشت کې د هغه د کلیزې په ورځ خپور شي.

د هندي سینما مشهوره اداکاره جوهي چاوله له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د هغې او ریشي کپور فلم به د سپتمبر په څلورمه نیټه خپور شي.

جوهي چوله زیاتوي چې د ۲۰۲۰ کال په پیل کې ریشي کپور د فلم ډېره برخه شوټ کړې وه، چې بیا ناروغه شو او له دې نړۍ یې سترګې پټې کړې، خو ځینې برخې یې پاتې وې، چې هغه به پریش راول ترسره کړي.

د فلم په اړه ویل کېږي چې دا یو ډېر خندونکی فلم دی او کېسه یې هم په زړه پورې ده. جوهي په دې اړه وایي چې هغې د ریشي په رول لوبولو ډېره خفه کېده، ځکه چې هغه ډېر ښه رول لوباوه.

د یادولو وړ ده چې د (شرما جي نمکین) فلم د هتیش باټیا په لارښوونه لومړنی جوړېدونکی فلم دی. دغه راز د فلم تولید کوونکی فرحان اختر، هني تریان او ریتیش سدواني دی.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …