کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک په سلګونه اکونټونه بند کړل، خو ولې؟

فیسبوک په سلګونه اکونټونه بند کړل، خو ولې؟

د ټولنیزو رسنیو ترټولو مخکښې ویبپاڼې فیسبوک، هغه سلګونه اکونټونه بند کړي، چې د کورونا وایروس په اړه یې غلط معلومات خپرول.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې فیسبوک تېره میاشت پخپله ویبپاڼه ۶۵ او پر انستاګرام یې ۲۴۳ هغه اکونټونه بند کړي، چې د کورونا وایروس واکسینو په اړه یې معلومات خپول.

راپورونه زیاتوي چې دغه اکونټونه په هند او لاطیني امریکا پورې اړه لري او فیسبوک ویلي چې له دې اکونټونو داسې مواد خپرېدل چې په څېړنو نه ول ولاړ.

فیسبوک زیاتوي چې دوی د ډیلیټ شو اکونټونو په مرسته خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکې خبر شي او په دې اړه دې له احتیاط څخه کار واخلي او داسې مواد دې خپاره کړي چې د څېړنو پر بنسټ ولاړ وي.

د یادولو وړ ده چې فیسبوک له دې وړاندې هم په زرګونه داسې اکونټونه له منځه وړي ول، چې د کورونا وایروس او واکسینو په اړه یې بې بنسټه مواد خپرول.

دا هم ولولئ

د سپوږمۍ سطحه له څه شي جوړه شوې ده؟

یوې نوې څیړنې موندلې چې سپوږمۍ د سطحې طبقه د نیمه اوبه شوې یا ویلي …