کورپاڼه / خبرونه / له غزني تښتېدلی والي، په میدان وردګو کې ونېول شو

له غزني تښتېدلی والي، په میدان وردګو کې ونېول شو

د غزني والي داود لغمانی، چې نن ورځ یې یاد ولایت پرته له مقاومته طالبانو ته تسلیم کړ او خپله یې د کابل پر لور پښې راسپکې کړې، اوسمهال په میدان وردګو ولایت کې نېول شوی.

خپلواک ویبپاڼې ته د رارسېدلو راپورونو له مخې ویل کېږي د غزني والي، چې نن ورځ یې یاد ولایت طالبانو ته تسلیم او خپل د کابل پر لور روان و، د سمیه ییزو ارګانونو د ریس په لارښوونه په میدان وردګو ولایت کې ونېول شو.

خو لا تر اوسه پورې په دې تړاو رسمي سرچینو هیڅ نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ټولنیزو رسنیو ځینې هغه ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې داود لغمانی له تسلیمۍ وروسته په لار کې د طالبانو له تلاشۍ او بدرګې سره مخ شوی دی.

بل لوري ته حکومتي سرچینې وایي چې په غزني کې ډېره سخته جګړه روانه ده او د ولایت د تسلیمۍ ادعاوې یې رد کړي دي.

دا هم ولولئ

افغان نولسو کلنو ځوانانو د پاپو نیوګیني لوبډلې ته د ۲۰۱ منډو هدف وټاکه

د پاپو نیوګیني پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله لکه څنګه چې تمه …