کورپاڼه / روغتيا / له سر دردۍ څخه د خلاصون آسانه لاره چاره

له سر دردۍ څخه د خلاصون آسانه لاره چاره

په اوسني دور کې هر دویم شخص له سر دردۍ څخه شکایت لري، خو دا چې ولې دغه ناروغي ډېره شوې، ډېر زیات لاملونه لرلی شي. ترټولو لوی لامل یې د ګرمۍ شدت او د سکرین ډېر استعمال دی.

په دفتر کې تر ډېره پورې کار کول یا کمپیوټر او سکرین ته کېناستل دماغ او سترګې ستړي کوي، چې بیا د سر درد لامل کېږي. دغه راز د اوسني دور ماشومان او ځوانان هم چې ډېر وخت پر موبایل بوخت وي، د سر درد لامل یې ګرځي.

کله چې له یادې ستونزې سره مخ شو او ډاکتر ته مراجعه وکړو، نو هغوی راته ډېرې لوړ بیه درمل راکوي چې ډېرې زیانمنې تمامېږي، نو اړینه ده چې له آسانه طریقو څخه ګټه پورته کړو.

ددې لپاره په اوبو کې د یخ یا واورې څو ټوټې واچوئ او تر هغې یې پرېږدئ چې اوبه یې سړې شي، له هغې وروسته خپل لاسونه په اوبو کې تر هغې کېږدئ، چې توان یې لرئ.

په دې دوران کې خپل لاسونه موټي کړئ او هڅه وکړئ چې په پرلپسې ډول یې پرانېزئ او بند یې کړئ، نو په دې ډول به په پنځه دقیقو کې آرام ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …