کورپاڼه / خبرونه / په افغان لوبغاړو نیوکې او د رییس احمدزي سخت غبرګون

په افغان لوبغاړو نیوکې او د رییس احمدزي سخت غبرګون

په ټولنیزو رسنیو له تېرو دریو ورځې راهیسې په پراخه پیمانه د پاکستان پر ضد ټرینډ روان دي، چې له مخې یې په یاد هیواد د بندیزونو غوښتنه کېږي. دا نه یوازې دا چې د هیواد رسنیو او مشهور سیاستپوهانو هم بدرګه کړی، بلکې نړیوالې رسنۍ هم سیاستپوهانو هم ددې ټرینډ برخه ګرځېدلي.

خو په همدې لړ کې د افغان ملي لوبډلې په لوبغاوو نېوکې کېږي، چې دوی ولې د پاکستان پر وړاندې چوپ دي او هغوی ته په مهاجر او نورو نومونو سره پیغور ور کول کېږي. د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکی، چې صمیم عارف نومېږي، یو له هغه کسانو څخه دی چې د لوبغاړو چوپتیا ځورولی.

هغه لیکلي:((کرکټیانو ته افغانستان ډېر عزت ورکړ او د افغانستان له برکته ټول میلیونران شول، خو ځینو یې په دې سختو شېبو کې لکه د ګل خانې ملالې یوسفزۍ ګونګ پیغامونه لیکي او ځان تېر باسي. دا ماجر پدې عزت نه ارزېدل!))

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د هغه خبرو ته سخت غبرګون ښودلی او مهاجرت یې د میلونونو افغانانو مجبوري یاده کړې او زیاته کړې یې چې لوبغاړو په نشتو امکاناتو نړۍ حیرانه کړې. هغه ویلي چې لوبغاړي په وزیر اکبر خان کې ژوند نه کوي او نه په لوکسو موټر کې ګرځي او نه باډي ګارډان لري.

احمدزي زیاته کړې:((‎لوبغاړو په خپل مسلک چې څومره خپل خلکو او هېواد ته خدمت کړی، ټولې نړۍ ته لکه لمر روښانه ده.)) هغه د راشد، نبي، اضغر او کریم صادق یادونه کړې، ویلي یې چې دوی تل له هیوادوالو سره د مرستې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی او نورو لوبغاړو ته دې د وطن دوستۍ په نه درلودو پیغور نه ورکوي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …