کورپاڼه / خبرونه / عمان په يوه مياشت کې دوه درې اړخيزه سيريزونه کوي

عمان په يوه مياشت کې دوه درې اړخيزه سيريزونه کوي

عمان کرکټ بورډ خپلي ملي لوبډلي ته، دوه د يوه ورځنيو لوبو درې اړخيزه سيريزونه په راتلونکې مياشت کي پخپل کوربتوب برابر کړې دي.

ده امريکا نيپال او عمان ترمنځ د يوه ورځنيو لوبو درې اړخيزه سيريز د راتلونکي سپټمبر مياشت په ديارلسمه نېټه پيل او د همدې مياشتي په شلمه نېټه پای ته رسېږي.

دوهم سيريز هم عمان پخپل کوربتوب له پاپو نيوګينيا او سکاټلينډ کرکټ ملي لوبډلو سره نيولی دی، چي د سپټمبر له پنځويشت څخه د اکټوبر تر دوهمي نېټې ترسره کيږي.

عمان هيواد کال ۲۰۱۹ اپريل اوويشتمه نېټه په لومړي ځل له نمیبیا هيواد سره نړيوال حيثيت لرونکې يوه ورځنۍ لوبه کړې ده او وروستۍ لوبه يې بيا کال ۲۰۲۰ فيبرورۍ مياشت کي امريکا هيواد سره ترسره کړې ده.

ياد هيواد ټولي يوولس يوه ورځنۍ لوبي کړي دي چي اته برياوي او درې ماتي لري، شپږ دېرش يې شل اوريزه ترسره کړي چي شپاړلس برياوي او نولس ماتي لري.

عمان کرکټ بورډ اوس د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام د لومړي پړاو سياليو کوربتوب هم کوي چي د اکټوبر په اوولسمه نېټه پيليږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …